د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته په هېواد کې د جګړې ډګر لا تود شوی دی.
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو خپلو یرغلیزو او ځانمرګي بریدونو ته زور ورکړی دی او په تېرو دوو میاشتو کې یې ۹۵۹ یرغلیز او ۱۴ ځانمرګي بریدونه کړي او دغه راز یې ۲۷۳ کړۍ ماینونو ته چاودنې ورکړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو بریدونو ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژلي او ۶۰۳ نور یې ټپیان کړي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.