Home » افغانستان » د ژمي په رارسېدو کابل کې د لیلامي جامو بازار غوړېدلی
بازار لیلامی

د ژمي په رارسېدو کابل کې د لیلامي جامو بازار غوړېدلی

د ژمي په پیل او د هوا په سړېدو سره د کابل ښار په بازارونو کې د لیلامي جامو پلور ډېر شوی دی. د بې‌کارۍ زیاتوالی، بېوزلي او د کورنیو د پېرلو د ځواک کمېدل د دې لامل شوی چې یو شمېر ښاریان په مناسبه بیه د ژمنیو جامو پېرلو لپاره د لیلامي جامو بازارونو ته مخه کړي.
ادریس چې کابل کې د لیلامي جامو یو پلورونکی دی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي وايي، د ژمي موسم په پیل سره د لیلامي جامو پلور زیاتېږي.
د هغه په وینا، په دغو بازارونو کې شته جامې له بېلابېلو هېوادونو، لکه چین، سویلي کوریا، امریکا او نورو هېوادونو څخه واردېږي چې د بېلابېلو ډولونو او مناسب کیفیت له امله ډېر پېرودونکي لري.
هغه زیاتوي چې په دغو بازارونو کې د ژمي بېلابېل ډوله جامې، لکه پتلونونه، جاکټونه او نورې جامې پلورل کېږي او ډېرې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د لیلامي جامو پېرلو ته لومړیتوب ورکوي.
د لیلامي جامو یو بل پلورونکی ارین وايي، مناسبه بیه او د دغو جامو د منلو وړ کیفیت هغه اړین لاملونه دي چې خلک یې دې بازار ته هڅولي دي.
نوموړی وایي، په لیلامي بازار کې یو جاکټ شاوخوا په ۱۵۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې په ځینو دوکانونو کې د ورته نوي جاکټ بیه له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ افغانیو پورې رسېږي.
ارین وايي، سره له دې چې د تېر کال په پرتله د لیلامي جامو بیې لوړې شوې خو د پلور کچه یې هم یو څه ښه شوې ده. هغه زیاتوي، پخوا د جامو د یوه ګاډ (لویې بستې) بیه اته زره افغانۍ وه خو اوس ۱۴ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.
د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د لیلامي جامو یو بل پلورونکی عبدالله حکیم چې څه باندې لس کاله کېږي چې په دې برخه کې فعالیت کوي وايي، سره له دې چې بیې لوړې شوي خو دغه بازار لا هم ډېر پېرودونکي لري.
نوموړی وایي، دا چې ډېری خلک د لیلامي جامو بازارونو ته مراجعه کوي، اړین لاملونه یې بېوزلي او بې‌کاري.
ورته مهال، د کابل ښار یو اوسېدونکی سعادت‌خان سعادت وايي چې دویم لاس جامې په ډېرو مواردو کې ښه کیفیت لري او د کورنیو اقتصادي وضعیت ته په کتو د جامو برابرولو لپاره یوه ارزانه لاره ګڼل کېږي.
نوموړی زیاتوي، له عادي دوکانونو څخه د جامو پېرل د ډېرو کورنیو لپاره ګران تمامېږي، خو په لیلامي بازارونو کې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو پورې د اړتیا وړ جامې اخیستل کېدای شي.
د سعادت‌خان په وینا، هغه هم د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له لیلامي جامو څخه ګټه اخلي خو ټینګار کوي چې ښاریان باید د دویم لاس جامو له پېرلو وروسته هغه په ښه توګه ومینځي څو د احتمالي روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي.
د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د دویم لاس جامو د کارولو پر مهال د روغتیايي سپارښتنو مراعتول هم ځانګړی ارزښت لري.
ډاکټر امان‌الله ځاځی وايي، لیلامي جامې په خپله د انسان روغتیا ته زیان نه رسوي خو که له کارولو مخکې په سمه توګه ونه مینځل شي، ښايي ځینې میکروبونه، پرازیتونه او د جلدي ناروغیو رامنځته کوونکي عوامل ولېږدوي.
د هغه په وینا، د ککړو جامو کارول په ځینو مواردو کې د پوستکي د خارښت، سوروالي، التهاب او حساسیت لامل کېدای شي. دغه‌راز، ځینې جلدي ناروغۍ، لکه ګال او فنګسي میکروبونه په ځانګړو شرایطو کې د جامو او ګډو کارېدونکو توکو له لارې هم انتقالېدلای شي.
ځاځی زیاتوي، ماشومان، په ځانګړې توګه نوي زېږېدلي ماشومان د کیمیاوي موادو پر وړاندې ډېر زیان‌منونکي دي، ځکه جلد یې ډېر حساس وي.
نوموړی سپارښتنه کوي چې ښاریان لیلامي جامې تر کارولو مخکې په مناسبو پاکوونکو موادو په ښه توګه ومینځي او په بشپړ ډول یې وچې کړي. د هغه په وینا، غوره ده چې د امکان تر حده جرابې او هغه پوښاک چې د بدن له حساسو برخو سره مستقیم تماس لري، نوي وپېرل شي.
بلخوا، د اقتصادي چارو کارپوه عیسی مبارز وايي چې د لیلامي جامو د بازار پراختیا له یوې خوا له ټیټ عاید لرونکو کورنیو سره مرسته کوي چې خپلې اړتیاوې په لږ لګښت پوره کړي خو له بلې خوا د دغو توکو پراخ واردات کولای شي د افغانستان پر کورني تولید او د جامو پر صنعت منفي اغېز وکړي.
د نوموړي په باور، بې‌کاري، د کافي عاید نشتوالی او د نویو جامو د بیو لوړېدل هغه اړین لاملونه دي چې ښاریان یې د دویم لاس جامو پېرلو ته هڅولي دي.
هغه ټینګار کوي چې د دغه بازار د سم مدیریت لپاره باید د لیلامي جامو د وارداتو، کیفیت او بیو په برخه کې یو مشخص چوکاټ رامنځته شي څو د ټیټ عاید لرونکو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ له کورنیو تولیداتو څخه هم ملاتړ وشي.
نرګس چې د دوو ماشومانو مور او د لیلامي جامو یوه پېرودونکې ده وايي، له کلونو راهیسې ځان او خپلو ماشومانو لپاره له دغه بازاره جامې پېري.
نوموړې زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله د نویو جامو د پېرلو توان نه لري او اړ ده چې هر کال د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ جامو برابرولو لپاره د لیلامي جامو بازارونو ته مراجعه وکړي.
ورته مهال، کابل کې د لیلامي جامو د بازارونو غوړېدل یوازې ارزانه جامو لپاره د تقاضا د ډېرېدو څرګندونه نه کوي، بلکې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د کورنیو د پېرلو د ځواک د کمېدو انځور هم وړاندې کوي. دا هغه وضعیت دی چې ګڼ شمېر ښاریان یې اړ کړي څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ارزانه بدیلونه غوره کړي.
راپور: مریم مددي
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ډاکټرانو خبرداری؛ تاوده خواړه او ډوډۍ په پلاستیکي کڅوړو کې مه اچوئ

له تودو خوړو نیولې تر ...