د ا.ا د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یو شمېر سوداګریزو او تخنیکي بنسټونو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د توکو پر معیاري کولو او د کیفیت د ارزونې د پایلو پر متقابل منلو خبرې شوې دي.
دغه راز، ا.ا پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره هم لیدلي او افغانستان ته د نفتي موادو د صادراتو پر وړاندې یې د شته ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی.
یاده اداره وايي، د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول، د توکو د کیفیت ډاډمنول او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پراخول دي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس