Home » سیمه او نړی » شېخ حسینه؛ غواړي د ډسمبر په ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي؛ حکومت یې د نیولو ګواښ کړی
شېخ حسینه

شېخ حسینه؛ غواړي د ډسمبر په ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي؛ حکومت یې د نیولو ګواښ کړی

د بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه غواړي د ډسمبر په ۱۶مه، چې د دغه هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې د پاکستان د ماتې او د جګړې د پای ته رسېدو له کلیزې سره برابره ده، له هند څخه خپل هېواد ته ستنه شي.

رویټرز خبري اژانس د حسینې د ویاند سید معظم علي له قوله راپور ورکړی، چې نوموړې د بنګله‌دېش له حکومت څخه غوښتي څو د دغه هېواد د ملي هوايي شرکت په الوتکه کې له نوي ډیلي څخه ډاکې ته د هغې د ستنېدو زمینه برابره کړي.

دا لومړی ځل دی چې شېخ حسینه بنګله‌دېش ته د ستنېدو لپاره مشخصه نېټه اعلانوي؛ خو د دغه هېواد حکومت وايي، نوموړې یوازې د هند له لارې د استرداد د بهیر له بشپړېدو وروسته بېرته ستنېدای شي.

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت یو دولتي وزیر رویټرز ته ویلي، چې حسینه به د ستنېدو په صورت کې ونیول شي او زندان ته به ولېږدول شي. نوموړي د هغې د ځانګړې الوتنې د برابرولو غوښتنه هم رد کړې ده.

شېخ حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د محصلینو له پراخو لاریونونو او د حکومت پر ضد د اعتراضونو له زیاتېدو وروسته له واکه لرې او هند ته وتښتېده.

نوموړې تېر کال په غیابي محاکمه کې د لاریونونو د خونړي ځپلو په تړاو پر اعدام محکومه شوه، خو پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د حسینې د حکومت پر ضد د لاریونونو او د هغو د ځپلو په ترڅ کې ښايي تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ټلویزیون؛ له پخوانۍ بڼې تر نننۍ ډیجیټلي نړۍ

د میکانیکي ټلوېزیون لومړنۍ بریالۍ ...