Home » افغانستان » د افغانستان نوموتی سندرغاړی؛ وحید صابري په ازبکستان کې ومړ
وحید صابري

د افغانستان نوموتی سندرغاړی؛ وحید صابري په ازبکستان کې ومړ

د افغانستان نوموتی سندرغاړی وحید صابري د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د امریکا غږ د راپور له مخې، وحید صابري تر مړینې مخکې د زړه په ناروغۍ اخته و او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې یې درملنه کېده.وحید صابري د کابل ښار د ده‌افغانانو په سیمه کې زېږېدلی او د آقا علي شمس په سیمه کې لوی شوی و. نوموړی د کندهار د سدوزیو کورنۍ پورې تړاو درلود.هغه د ۱۳۶۰ لمریزې لسیزې له پیل راهیسې د افغانستان د موسیقۍ په ډګر کې پېژندل شوی نوم و او د خپل ژوند ډېره برخه یې هنري فعالیتونو ته ځانګړې کړې وه.

د وحید صابري په مړینې سره د افغانستان د موسیقۍ یو پېژندل شوی هنرمند له نړۍ سترګې پټې کړې او د هنر په ډګر کې یې د فعالیتونو یوه اوږده دوره پای ته ورسېده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ډاکټرانو خبرداری؛ تاوده خواړه او ډوډۍ په پلاستیکي کڅوړو کې مه اچوئ

له تودو خوړو نیولې تر ...