Home » افغانستان » د افغان کډوالو د اخراج د مخنیوي لپاره د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ګډې هڅې
د امریکا په کانګرس

د افغان کډوالو د اخراج د مخنیوي لپاره د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ګډې هڅې

د امریکا د استازو جرګې غړی سام لیکارډو وایي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره د کانګرس د دواړو ګوندونو، ډیموکراټانو او جمهوري‌پالو، ګډې هڅې روانې دي.

نوموړي ویلي، امریکا باید هغه افغانان له ملاتړ بې‌برخې پرېنږدي چې له دغه هېواد سره یې همکاري کړې ده. د لیکارډو په وینا، تر اوسه د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب د بیا ورکړې د قانوني طرحې په اړه د رایې اچونې د بهیر پیلولو غوښتنه لاسلیک کړې او د دې بهیر لپاره د ۲۱۸ لاسلیکونو راټولولو ته اړتیا ده.

د یادې طرحې له مخې، په امریکا کې مېشت هغه افغانان چې د شرایطو وړ وي، د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) وضعیت به بېرته ترلاسه کړي او د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به له افغانستان ته د شړلو خوندي وي. دغه راز، دوی ته به په امریکا کې د قانوني کار کولو اجازه هم ورکړل شي. د دې غوښتنلیک له لاسلیک کوونکو څخه د جمهوري‌پالو ګوند درې غړي هم دي، خو د ۲۱۸ لاسلیکونو بشپړېدل یوازې د طرحې په اړه د رایې اچونې زمینه برابروي او د هغې د تصویب په معنا نه دي.

دا طرحه د امریکا د استازو جرګې د کولوراډو ایالت ډیموکراټ غړي جېسن کرو د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۳مه د دواړو ګوندونو د یو شمېر استازو په ملاتړ وړاندې کړې وه. د یادونې وړ ده چې د جو بایډن ادارې په ۲۰۲۲ کال کې افغانانو ته د امنیتي وضعیت له امله د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت ورکړی و، خو د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۳مه د دغه وضعیت د پای ته رسولو اعلان وکړ او د همدې کال د جولای په ۱۴مه یې دا پرېکړه عملي شوه. اوس د کانګرس د یو شمېر غړو هڅې روانې دي، څو د شرایطو وړ افغانانو ته دغه خوندیتوب بېرته ورکړل شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

شېخ حسینه؛ غواړي د ډسمبر په ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي؛ حکومت یې د نیولو ګواښ کړی

د بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره ...