Home » دسته‌بندی نشده » د اسرائیلو د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ نتانیاهو له خپلو مخالفانو سره په سیالۍ کې
نتانیاهو

د اسرائیلو د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ نتانیاهو له خپلو مخالفانو سره په سیالۍ کې

د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف او مخالف بلاک یې د حکومت جوړولو لپاره د اړینو ۶۱ څوکیو د ترلاسه کولو پر سر سیالي کوي.

د ټایمز اف اسرائیل د اکتوبر د ۲۸مې د راپور له مخې، د رایو د ۴۱،۹ سلنه صندوقونو تر شمېرلو وروسته، د نتانیاهو پلوي بلاک ۵۷ او مخالف بلاک یې ۴۷ څوکۍ ترلاسه کړې وې. عربي ګوندونو هم ۱۶ څوکۍ ترلاسه کړې وې.
د معلوماتو له مخې دا شمېرې لومړنۍ دي او د رایو د شمېرنې تر ورستي پړاو پورې د بدلون په حال کې دي.

د يادونې وړ ده چې د اسرائیلو پارلمان، چې کنیسټ نومېږي، ۱۲۰ څوکۍ لري او د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه د ۶۱ وکیلانو ملاتړ ته اړتیا ده.

فتانه کمال

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په بنګله‌دېش کې د ډینګي ناروغۍ د خپرېدو چټکتیا؛ ۱۱۷ کسان مړه شوي

په بنګله‌دېش کې د ډینګي ...