رویټرز د دو باخبره سرچينو په حواله راپور وکړی چې ټاکل شوې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سیمهییزې همغږۍ او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د راپور د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې به د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالین ګډون وکړي او ټاکل شوې دغه چارواکي د ایران د سترې ملي امنیت شورا له استازو سره د سیمهییز امنیت او همغږۍ په اړه سلا مشورې وکړي. دا به د ایران او د مکې د ګډ دفاعي تړون د درېیو غړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو امنیتي کړکېچونو کې د لوړې کچې لومړنۍ لیدنه وي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې سعودي عربستان د یمن د حوثیانو د زیاتېدونکو بریدونو له ګواښ سره مخ دی او د راپورونو له مخې، سعودي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو یوه بله څپه هم شنډه کړې ده.
وار له مخې، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د روان کال په اګست کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی و چې له مخې یې پر یوه غړي برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. تمه ده چې د تهران خبرې د سیمهییزو ترینګلتیاوو د کمولو او د امنیتي همکارۍ د لارو چارو په اړه د دواړو لورو د دریځونو د روښانولو لپاره مهمې وي.
د راپور د معلوماتو له مخې، دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او د سیمې هېوادونه د امنیتي ننګونو د مدیریت لپاره له یو بل سره د خبرو اترو هڅې کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس