Home » افغانستان » کابل کې د ځمکې لاندې د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه ارزول شوې
سوداګریز مارکیټ

کابل کې د ځمکې لاندې د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه ارزول شوې

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې و ارزول شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې مارکیټ طرحه د سپاهي ګمنام له څلورلارې څخه د میوند جادې او له هغه ځایه د پل یک‌پیسه‌ګي تر سیمې پورې غځېږي.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې اړوندې کمېټې ته سپارښتنه شوې، چې د یادې پروژې ټولنیزې او ټرافیکي ارزونې ژر بشپړې کړي او پایلې یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همداراز په همدې غونډه کې د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مسو او جستو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې د پانګونې په طرحه هم بحث شوې.د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د دغو دوو طرحو د عملي کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې او په خبرپاڼه کې یې د پلي کېدو د احتمالي مهالوېش په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سږنی شعار د «ټولو لپاره خوندي کورونه» دی

نن، د اکتوبر ۱۷مه، د ...