Home » سیمه او نړی » ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله ۹ افغان کډوالو ژوند بایللی
ټرافیکي پېښه

ایران کې د ټرافیکي پېښې له امله ۹ افغان کډوالو ژوند بایللی

د ايران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ياد هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د یوه ایراني موټر چلوونکي په ګډون ١٠ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، پېښه پرون سهار د زاهدان او بم ښارونو ترمنځ پر لویه لاره، د کهورک په سیمه کې له یوه بار وړونکي موټر سره د افغان کډوالو موټر د مخامخ ټکر له امله رامنځته شوې او وروسته يې اور اخیستی دی.

راپور زیاتوي، د پېښې له امله د مړو شویو کسانو جسدونه سخت سوځېدلي چې پېژندنه يې ناشونې ده او د مړو شويو کسانو هويت لا نه دی څرګند شوی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې د پولیسو ۲۰تنه روزنیز زده‌کوونکي تښتول شوي دي

راپورونه وايي چې د پاکستان ...