Home » افغانستان » خلوتګر:حکومت هیڅکله په بنسټیز او باوري ډول سره کرښه نه ده درلودلې

خلوتګر:حکومت هیڅکله په بنسټیز او باوري ډول سره کرښه نه ده درلودلې

له رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د سولې پروسه کې د بیان ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن په کابل کې یوې ناستې ته ویلي، که څه هم افغان حکومت د سولې خبرو کې د بیان ازادي خپله سره کرښه بللې ده خو دوی اندېښمن دي چې پر دې ارزښت معامله ونه شي.

نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت هیڅکله په بنسټیز او باوري ډول سره کرښه نه ده درلودلې. نوموړي له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې، د بیان ازادي چې د افغانستان د تېرو نولس کلونو لاسته راوړنو یوه ستره برخه جوړوي باید خوندي وساتل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ...