Home » سیمه او نړی » بیسېنټ: د ایران پر وړاندې د بندیزونو د پراخولو امکان شته
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ

بیسېنټ: د ایران پر وړاندې د بندیزونو د پراخولو امکان شته

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ ویلي، د ټرمپ اداره ښايي د ایران پر وړاندې د بندیزونو په لړ کې هوايي شرکتونه، سمندري صنعت او ډیجیټل شتمنۍ هم په نښه کړي.
نوموړي د «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن له هغو ادارو سره پراخې خبرې کوي چې د ایران له حکومت سره مرسته کوي، او هڅه کوي د دغه هېواد د اقتصاد د فشار لپاره خپل اقدامات پراخ کړي.
بیسېنټ خبرداری ورکړی چې د ایران د ملاتړ کوونکو پر وړاندې به اقدامات دوام وکړي او له نړیوالو لوبغاړو یې غوښتي چې له تهران سره د مرستې په اړه احتیاط وکړي. نوموړي همداراز ویلي، د امریکا اداره ښايي د ایران اړوند پر بانکونو هم نوي بندیزونه ولګوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن هڅه کوي د بندیزونو له لارې د ایران اقتصادي اړیکې محدودې او پر حکومت فشار زیات کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنځه کاله وړاندې؛ په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد

نن، د اګسټ ۳۱مه، له ...