د اسلاماباد عالي محکمې د ۸۷ افغان محصلانو د تحصیلي ویزو د تمدید غوښتنې د قضیې د اورېدنې پر مهال سپارښتنه کړې چې محصلان دې خپله موضوع د افغانستان د سفارت له لارې تعقیب کړي.
د اسلاماباد عالي محکمې قاضي خادم حسین سومرو ویلي، د افغانستان سفارت دې په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره اړیکه ونیسي.
بلخوا، په پاکستان کې د محصلانو مدافع وکیل ایمل خان ماندوخېل ویلي، دغو محصلانو په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته سفر کړی و او هغه مهال یې د یوه کال لپاره تحصیلي ویزې ترلاسه کړې وې، خو اوس د ویزو د تمدید بهیر درېدلی دی.
په ورته مهال، افغان محصلانو له محکمې غوښتي چې د ویزو د ختمېدو له امله دې له نیول کېدو، توقیف او له پاکستانه د ایستل کېدو خوندي شي.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په جولای کې ویلي وو چې له معتبرې ویزې پرته په دغه هېواد کې مېشت افغانان به ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د ۸۷ محصلانو په ډله کې ۵۸ نارینه او ۲۹ ښځینه شامل دي چې د اسلاماباد په بېلابېلو پوهنتونونو کې زدهکړې کوي.
اسلاماباد عالي محکمه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس