د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د چین دایمي استازي فو کونګ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
فو کونګ د غونډې پر مهال ويلي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی نه یوازې د سرحدي سیمو امنیت ته ګواښ دی، بلکې د ټولې سیمې ثبات هم اغېزمنولی شي. هغه ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید له زغم او احتیاط څخه کار واخلي، تاوتریخوالی کم کړي او خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو له لارې حل کړي.
د چین استازي همداراز وویل چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د وروستیو ترینګلتیاوو د کمېدو ملاتړ کوي. د هغه په وینا، چین چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کولو او د شخړو د حل لپاره رغنده او مثبت رول ولوبوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په ځینو برخو کې نښتې راپور شوې دي او دواړو لورو یو بل د تاوتریخوالي پر زیاتېدو تورن کړي دي. چین ټینګار کړی چې د دې وضعیت د کابو کولو یوازینۍ لاره د خبرو، تفاهم او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل کول دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس