د سکاینیوز افغانيالاصله خبریالې یلدا حکیم د کال د غوره ټلوېزیوني شبکې د ویاندې جایزه وګټله.
نوموړې دا جایزه د بریټانیا د «سلطنتي ټلوېزیون د جایزو ټولنې» په کلنیو مراسمو کې چې په دغه هېواد کې له مشهورو پروګرامونو ګڼل کېږي، ترلاسه کړې ده.
د یاد پروګرام کتونکي پلاوي د ټلوېزیون پر پرده د یلدا حکیم ارامي، پر موضوعاتو برلاسی او د مسایلو په اړه هر اړخیز لید د ستایلو وړ بللی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس