د ناروې د کډوالو شورا وايي، په میلیونونو افغانان ناهیلي له ګاونډیو هېوادونو څخه د وتلو له خطر سره مخ دي.
یاد سازمان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنېدل د بېکارۍ، لوږې او د بشري حقونو د سرغړونو په څېر له سختیو سره د مخامخ کېدو په معنا دي.
د ناروی د کډوالو شورا په یوه بیان کې چې پرون (چهارشنبې، د سلواغې ۳مه) ویلی و، چې له لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او له اقلیمي بحرانونو وروسته، افغانستان لا نه دی چمتو چې په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو له خطر سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
بخوا ا.ا په دې وروستیو کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس