Home » افغانستان » د ناروې کډوالو شورا په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د ناروې کډوالو شورا په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د ناروې د کډوالو شورا وايي، په میلیونونو افغانان ناهیلي له ګاونډیو هېوادونو څخه د وتلو له خطر سره مخ دي.

یاد سازمان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنېدل د بېکارۍ، لوږې او د بشري حقونو د سرغړونو په څېر له سختیو سره د مخامخ کېدو په معنا دي.

د ناروی د کډوالو شورا په یوه بیان کې چې پرون (چهارشنبې، د سلواغې ۳مه) ویلی و، چې له لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او له اقلیمي بحرانونو وروسته، افغانستان لا نه دی چمتو چې په راتلونکو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو له خطر سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

بخوا ا.ا په دې وروستیو کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...