Home » سپورټ » هند د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

هند د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

د هندستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه تېره شپه په کلکته کې ترسره شوه چې انګلستان پکې په ستر توپېر ماته وخوړه.

لومړۍ توپوهنه د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۳منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هندۍ لوبډلې د درېیو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف پوره کړ او د اوو لوبغاړو په لرلو سره یې انګلستان مات کړ.

د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ورُن چکراورتي ( Varun Chakravarthy) وټاکل شو، نوموړي په څلورو اورونو کې د ۲۳منډو په ورکولو سره درې تنه مهم لوبغاړي اوټ کړل.

د انګلستان لپاره بیا تر ټولو اغېزناک لوبغاړی جوز بتلر و، هغه د خپلې لوبډلې لپاره په ۴۴ توپونو ۶۶منډې جوړې کړې.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله هند ته په سفر تللې او ټاکل شوې چې له هندۍ لوبډلې سره پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۵مې نیټې په چینایي لوبغالي کې ترسره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...