د هندستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه تېره شپه په کلکته کې ترسره شوه چې انګلستان پکې په ستر توپېر ماته وخوړه.
لومړۍ توپوهنه د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۳منډې جوړې کړې.
په ځواب کې هندۍ لوبډلې د درېیو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف پوره کړ او د اوو لوبغاړو په لرلو سره یې انګلستان مات کړ.
د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ورُن چکراورتي ( Varun Chakravarthy) وټاکل شو، نوموړي په څلورو اورونو کې د ۲۳منډو په ورکولو سره درې تنه مهم لوبغاړي اوټ کړل.
د انګلستان لپاره بیا تر ټولو اغېزناک لوبغاړی جوز بتلر و، هغه د خپلې لوبډلې لپاره په ۴۴ توپونو ۶۶منډې جوړې کړې.
د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله هند ته په سفر تللې او ټاکل شوې چې له هندۍ لوبډلې سره پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۵مې نیټې په چینایي لوبغالي کې ترسره شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس