افغان الف«ابدالیانو» لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ کال اېمرجېنګ اسیا جام اتلولي خپله کړه.
دا سیالي پرون (یکشنبې، د لړم۶مه)د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه(ټاس) سریلانکا الف لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
یادې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ابدالیانو لوبډلې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.
په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمیع په څلورو اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي او غضنفر بیا په څلورو اورونو کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان کرکټ لوبډلې یاد هدف د درېیو لوبغاړو په زیان په ۱۸ اورونو کې پوره کړ او د دغه جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې صدیق اتل ۵۵، کریم جنت ۳۳، درویش رسولي ۲۴ او محمد اسحاق ۱۶ منډې وکړې.
د اسیا اېمرجېنګ په کرکټ سیالیو کې د افغانستان سربېره، سریلانکا، هند، پاکستان، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او د متحده عرب اماراتو الف لوبډلو هم ګډون درلود.
له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان د ۱۹ کالونو څخه کم عمره افغان لوبډلې د اسیا جام پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې ګټلې وه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس