د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي په دې ولایت کې د بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي د روان لمریز کال له پيل راهیسې تر دې دمه ۶۰۰ تنه ګرځندویانو د دې ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم ویلي، ګرځندویانو د دې ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو ترڅنګ له جام تاریخي او لرغوني منار څخه هم لیدنه کړې ده.
د یادولو وړ ده، د غور منار چې د یاد ولایت د تاریخ پیژنګلوي ده، د ګرځندیانو د صنعت په بډاینه کې اړین رول لري او د هند د قطب له منار څخه وروسته په نړۍ کې دویم د خښتو لوړ منار دی، خو د راپورونو له مخې چې د هېواد دغه لرغونی ځای د له منځه تلو په حالت کې دی.
دا منار په ۱۱۹۴ میلادي کال د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پرمهال په ۶۵متره لوړوالي جوړ شو.
دغه منار دوه متره تر ځمکې لاندې او ۶۳متره د ځکمې پر سر دی. یاد منار د شهرک ولسوالۍ د موسوم درې د جام او هریرود سره ګډ په۶۴ کیلو مترۍ کې موقعیت لري.