د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې به نن (چهارشنبه، د ډسمبر ۲۵) په وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، دغه لوبه به د سریلانکا په کنډي ښار کې د کابل پر وخت د ماسپښین په ۰۱:۳۰ بجو ترسره شي.
باید وویل شي، چې دا د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ درېیمه لوبه ده.
دا لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لومړیو دوو لوبو کې د سریلانکا په وړاندې ماتې خوړلې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس