Home » افغانستان » ننګرهار کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله زیات شمېر کسان ټپيان شوي دي

ننګرهار کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله زیات شمېر کسان ټپيان شوي دي

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د اختر په ورځو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ۱۲۲ کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست وياند نقيب الله رحيمي وايي، د ټپيانو ترڅنګ يو تن مړ شوی هم دی.

رحيمي ويلي، د اختر په لومړۍ ورځ ۴۲، دويمه ورځ ۴۳ او درېيمه ورځ ۳۷ تنه د ننګرهار سيمه‌ييز تخصصي روغتون ته د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.

په ورته حال کې د پروان ولايت سيمه‌ييزو چارواکو د اختر په ورځو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله د ۱۲ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...