پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو هغه سرتېري د ورسپارولو غوښتنه کړې، چې پرون يکشنبه يې په سپين بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي.
د افغانستان پوله ساتو ځواکونو يوه سرتېري پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د کندهار په سپين بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ په نقطه کې پر پاکستاني ځواکونو مخامخ ډزې وکړي. په دې ډزو کې يو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
اوس تازه پاکستاني ځواکونو د سپين بولدک لار د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده. پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، ياده لار به تر هغې تړلي وي څو چې د افغانستان سرپرست حکومت ياد بريدګر نيولی او يا يې پاکستان ته سپارلی نه وي.
د چمن او بولدک لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ او د سوداګريزو توکو د وړلو را وړلو دويمه لويه لار ده. پر دې لار په ورځنۍ توګه له ۱۵زرو تر ۲۰زرو کسان افغانستان او پاکستان ته اوړي را اوړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس