د ښځو په چارو کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې د طالبانو له لوري له ښوونځيو څخه د نجونو د منعه کولو ۴سوه ورځې پوره شوې او زياتوي، پر دې سربېره داسې هڅې هم شوي چې په پوهنتونو کې هم د نجونو زدهکړې له خنډ سره مخ شي.
رينا اميري نن سېشنبه د (لړم په ۳مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، داسې کره راپورونه شته چې طالبانو؛ نجونې او په ځانګړې توګه هزاره نجونې د کابل پوهنتون له ليليې څخه بهر کړي او ان دا چې د نوموړې په خبره د پوهنتون دننه په ازمويينو کې هم برخه نه ده ورکړل شوې.
رينا اميري ټينګار کړی، طالبان نه شي کولی د افغانستان د ټولنې نيمايي برخې چې ښځې دي، د زدهکړو او کار له حق څخه انکار وکړي. د هغې په خبره، د نجونو زدهکړې او کار کولی شي چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځای بسيه کړي.
نوموړې زياته کړې، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د زدهکړو برابرې زمينې برابرول کولی شي، چې افغانستان له بېوزلۍ بهر او هيلهمندۍ بيا زياتې کړي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت ويلي چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار په اړه يې پر يوه طرحه کار روان کړی، خو لا هم په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس