د خوړو نړيوالو پروګرام يا WFP وايي، چې په راتلونکي ژمي کې عامو افغانانو ته د مرستې رسولو په موخه کافي مالي همکارۍ ته اړتيا لري.
دې ادارې نن سېشنبه د (زمري په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام ژمي ته د چمتووالي په موخه په بېړنۍ توګه ۱۷۲ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو نړيو پروګرام د خپلو ارزونو په اساس زياته کړې، چې په افغانستان کې ملیونونه کورنۍ له یو بل ژمي سره د مخامخ کیدو لپاره نږدې هیڅ نه لري.
د دې پروګرام په خبره، چې همکاران يې د ژمي له پیل څخه مخکې په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې د خوراکي توکو د زېرمه کولو په موخه زیار باسي.
د خوړو نړيوال پروګرام داسې مهال د راتلونکي ژمي لپاره د خپلې اړتيا خبره کړې، چې دا مهال شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان په بېړنۍ توګه لومړنيو مرستو ته اړ دي او د نړيوال بنسټونو د ارزونو له مخې، دغه اړتيا د ژمنې پرمهال ښايي نور هم پورته شي.