ټاکل شوې چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه د سيمې او نړۍ هېوادونو کنفرانس نن سېشنبه د (زمري په ۴مه) د يوې ورځې په ځنډ سره پيل شي.
په دې غونډه کې پر نورو هېوادونو سربېره د امريکا متحده ايالاتو هم د خپل استازي د ګډون خبر ورکړی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپاره کړي بيان کې ويلي، چې د تاشکند په غونډه کې به د افغانستان لپاره د مريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ او د افغانستان لپاره د ښخو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ګډون وکړي.
په بيان کې زياته شوي، چې د تاشکند په غونډه کې د امريکا د يادو استازو ګډون په دې موخه دی، څو امريکا له عامو افغانانو څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې استازي به يې د تاشکند په غونډه کې له طالبانو وغواړي چې د افغانستان له خلکو او دغه راز د نړيوالې ټولنې پر وړاندې خپل مکلفيتونه ومني.
په دې بيان کې دا هم ويل شوي، چې د امريکا خزانې وزارت مرستيال براين نيلسن هم په تاشکند د امريکايي استازو په پلاوي کې شامل دی او نوموړی به دغلته له طالب چارواکو سره پر هغو اقتصادي ننګونو خبرې وکړي، چې دامهال افغانان ورسره مخ دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس