د ترکمنستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي به په افغانستان کې د اقينې او اندخوی ترمنځ د اوسپنې پټلۍ نيمګړي پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل کړي.
د ترکمنستان دې ادارې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) اعلان کړی چې د نوموړي هېواد انجنيران په افغانستان کې د اورګاډي د اوسپنې پټلۍ دې پروژې د بشپړولو کارونو پيلولو ته چمتوو دي.
دې ادارې زياته کړې چې دا ګام د ترکمنستان د اورګاډي شرکت او د دې هېواد د اوسپنې پټلۍ د ادارې ترمنځ د يوې هوکړې له لاسليک کېدو وروسته پورته کېږي.
په همدې حال کې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی، چې دامهال ترکمن انجينران اقينې ته رسېدلي او د ځانګړو تخنيکي وسايل پر مټ به د دې پروژې د بشپړاوي عملي کارونه ژر پيل کړي.
د اقينې او اندخوی ترمنځ د اورګاډي اوسپنۍ پټلۍ د غځولو کارونه ۸۰سنله بشپړ شوي؛ خو په ۲۰۲۰زېږديز کال کې د کرونا او نورو تخنيکي ستونزو له امله يې کارونه وځنډېدل.
دغه پټلۍ ۳۰ کيلومتره اوږدوالی لري او ۲۹ کيلومتره کارونه يې بشپړ شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس