پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲مه) له يو شمېر ښځينه فعالانو سره ليدلي او د يادې ليدنې پرمهال د ښځو د کار او زدهکړو پر بهير خبرې شوي دي.
د يادې د ليدنې پرمهال ښځينه فعالانو د ميرمنو د کار حق پر خونديتوب او دغه راز د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر بيا پرانيستو ټينګار کړی دی.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ميرمنو د کار او زدهکړو حق ته په اشارې سره ويلي، چې له ملي مشارکت او د ښځو له ونډې پرته په افغانستان کې پرمختګ ناشونی دی.
نوموړي زياته کړې، چې له لوږې او بېوزلۍ څخه د افغانستان د ژغورلو او د پرمختګ يوازېنۍ لار د زدهکړې او له نارينهوو سره اوږه په اوږه ښځو ته د کار کولو حق ورکول ډېر حياتي دی.
پخواني ولسمشر کرزي يو وار بيا د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو پر پرانيستو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې ژر دې په دې برخه کې معقوله پرېکړه وشي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس