پخواني ولسمشر حامد کرزي له CNN ټلوېزيونو په خپله تازه مرکه کې چې پرون جمعه د شپې خپره شوې، د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو د حجاب جبري کولو پر مسئلې تمرکز کړی.
نوموړي ويلي، چې د اسلام په چوکاټ کې حجاب په واضېح توګه تعريف شوی او د سرپرست حکومت له لوري د حجاب تر عنوان لاندې د ښځو پوښل، حجاب نه بلکې د ځينو هېوادونو رواج دی.
کرزي ويلي چې افغانستان اسلامي هېواد دی او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې يې وګړو په ځانګړې توګه ښځو تل حجاب مراعت کړی دی.
نوموړي برقه د افغانستان فرهنګ نه دی بللی او ويلي يې دي، چې دا فرهنګ له بهر څخه افغانستان ته راغلی او د نورو هېوادونو رواج دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له لوري د ټلوېزيونونو ښځينه وياندويانو په اړه وروستۍ هغه پرېکړه چې پر سکرين د راښکاره کېدو پرمهال دې د ماسک په کارولو سره مخ وپوښي، ناسمه بللې ده.
اسلامي امارت د رښنيو ښځينه وياندويانو په اړه په وروستۍ پرېکړه کې ويلي، چې يادې وياندويانې بايد د ټلوېزيونونو په پرده د راښکاره کېدو پرمهال ماسک وکاروي او په دې توګه دې خپل مخ پټ کړي.
د اسلامي امارت دا پرېکړه له توندو غبرګونو سره مخ ده او له سرپرست حکومت غوښتل شوي چې پر ولس د فشار راوړلو پر ځای دې، د ولس پر مړولو تمرکز وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس