Home » افغانستان » په مراز شريف کې پر جومات شوې چاودنې له امله ۷۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې

په مراز شريف کې پر جومات شوې چاودنې له امله ۷۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې

په کابل کې پر عبدالرحيم شهيد ښوونځي د غبرګو چاودنو په دويمه ورځ، نن پنج‌شنبه د (غويي په لومړۍ) په بلخ کې پر يوه پخواني جومات چاودنه شوې ده.

ولايتي چارواکو هم د پېښې په تائيدولو سره ويلي، پر سه دکان جومات دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي په کې د لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.

په مزاري شريف ښار کې د ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون رئیس غوث‌الدين وايي، ياده چاودنه د اهل تشيع پر جومات شوې او د پېښې له ځای څخه ۵ جسدونه او ۶۵ تنه ټپيان ياد روغتون ته ورړل شوي دي.

له دې سره د کابل په قمبر څلور لارې، د کندوز په سردوره او دغه راز د ننګرهار په خوږياڼو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي.

کورنيو چارو وزارت ويلي چې کابل کې چاودنه په ګلدان کې د اېښودل شوو چاوديدونکو توکو له امله شوې او په ترڅ کې يې يوازې تنه ماشومان برسيرن ټپي دي.

په کندوز چاودنه بيا پر کاسټر موټر شوې خو د دې خبر ترې خپرېدو پورې يې د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي خپرې شوي او په ننګرها کې بيا چاودنه د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر شوې او ځايي سرچينو ويلي چې ۴ تنه طالبان په کې وژل شوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...