د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست پرون چهارشنبه د (وري په ۳۰مه) د يوې ټليفوني اړيکې له لارې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام په اړه اندېښنه ښودلې.
نوموړي ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام ناسم عمل دی او دا کار يې د افغان ولس له ارادې سره په تضاد کې بللی.
توماس ويسټ ټينګار کړی چې طالبان دې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په غوښتنې سره د نجونو پر ښوونځيو لګېدلي بنديزونه لرې کړي او اجازه دې ورکړي چې نجوني ښوونځيو ته لاړې شي.
په افغانستان کې د ښوونيز کال له پيل سره سم، سرپرست حکومت نجوني له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تګ منعه کړې، چې دا کار د ولس او نړيوالو له توندو نيوکو سره مخ دی.
عام خلک وايي، طالبان دې د ولس له ارادې سره سم عمل وکړي او ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس