د اسيا پراختيا بانک پرون سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) په يوه بيان کې، له عامو افغانانو سره د ۴۰۵ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
دې بانک زياته کړې چې ياده مرسته به خلکو ته د خوراکي توکو پر رسولو، د روغتيايي خدمتونو پر چمتوو کولو او دغه راز پر ښوونه او روزنه د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري ولګول شي.
د اسيا پراختيايي بانک د اعلان له مخې به د يادې مرستې ۱۳۵ ميليونه ډالر د خوړو نړيوال پروګرام له لارې يو لک ۷۰زره بېوزلو او کروندګرو سره پر مرستې، شاوخوا ۲سوه ميليونه ډالر به د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف له لارې ۵.۳ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمتونو پر رسولو او دغه راز شاوخوا له ۱۰زره افغان ښوونکو سره پر مرستې ولګېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس