Home » افغانستان » د افغانستان د سيمه‌ييزې موسيقۍ ستوری سلام لوګری وفات شو

د افغانستان د سيمه‌ييزې موسيقۍ ستوری سلام لوګری وفات شو

د افغانستان د سيمه‌ييزې يا محلي موسيقۍ وتلی ستوری استاذ سلام لوګری له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.

د استاذ لوګري کورنۍ هم ځينو رسنيو ته د نوموړي مړينه تائيد کړې ده. د کورنۍ غړو يې ويلي، استاذ سلام لوګری د شنبې په ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې وفات شوی او جنازه يې هم په همدې پلرنۍ سيمه کې خاورو ته سپارل شوې ده.

نوموړي ۸۶ کاله عمر درلود او په ۱۳۸۲ لمريز کال کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه په سيمه‌ييزې افغاني موسيقۍ کې د استاذۍ لقب خپل کړی و.

استاذ سلام لوګری په کور دننه او بهر د اصيلي افغاني موسيقۍ له امله له خورا لوړ شهرت برخمند دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...