د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد اقتصاد په بشپړه توګه پر بهرنيو مرستو ولاړ و.
نوموړي چې نن چې يې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په يوه ورځني کنفرانس کې خبرې کولې وويل، چې يادې بهرنۍ مرستې خورا سياسي وې، داسې چې د نوموړي په خبره له وروستيو بدلونونو وروسته په بشپړه توګه بندې شوې.
حنفي دغه راز ټينګار وکړ چې په اوږدمهال کې د اسلامي امارت لوی هدف په اقتصادي برخه کې پر ځان بساينې ته رسېدل دي او زياتوي چې ياد هدف ته د رسېدو په موخه د يوه توليدي خصوصي سکټور پر رامنځته کولو کار کوي.
نوموړی وايي، له وروستي بدلون وروسته په افغانستان کې زيات اقتصادي فرصتونه رامنځته شوي او له دې فرصتو بايد د اقتصادي پاليسو د جوړولو لپاره ګټه پورته شي.
په همدې حال کې عبدالسلام حنفي د نړيوالو له بشري مرستو هرکلی وکړ او د يادو مرستو د حجم پر زياتوالي او دغه راز پر دوامداره کېدو يې ټينګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه چې يو شمېر نړيوال ډونران د خپلو مرستو په اړه شرطونه وړاندې کوي خو د خنفي په خبره افغانستان هغه مرستې نه مني چې شرايط يې بحران زېږوونکي وي.
حنفي د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړه چې په ننني اقتصادي کنفرانس کې به پر بانکي، کرنيز او کانونو سکټور پوره تمرکز وشي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس