فېسبوک ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر «ډنالډ ترمپ» ټول حسابونه به دوه کاله تړلي وي. د فېسبوک ادارې زیاته کړې، چې پر فېسبوک او انسټاګرام به د ټرمپ حسابونه تر دوو کلونو پورې تړلي وي. فېسبوک دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه، چې د ټرمپ پلویان د ...
Read More »Yearly Archives: 2021
اروپایي ټولنې د بلاروس د الوتکو پر مخ اروپا هوایي حریم بند کړ
اروپایي تولنې پر بلاروس د بندیزونو اقدامات شدید کړي او د دغه هېواد د الوتکو پر مخ یې د اروپا هوایي حریم بند کړ. د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې چې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) خپره شوه راغلي، د ټولنې له ټولو ۲۷ غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د ...
Read More »راشد خان د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوالو سیالیو د لوبډلمشرۍ څخه ډډه وکړه
د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي،د شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې د لوبډلمشرۍ وړاندیز یې نه دی منلی. راشد خان له کرک انفو سره په تازه مرکه کې ویلي، دا غوره ګڼي چې د لوبډلمشر پر ځای د یوه لوبغاړي په توګه خپل کار ته دوام ...
Read More »پرتګال او اسپانیې د فوټبال نړیوال جام د کوربه توب لپاره تړون لاسلیک کړ
پرتګال او اسپانیې د فوټبال ۲۰۳۰ میلادي کال نړیوال جام د کوربه توب لپاره د ګډو هڅو رسمي تړون لاسلیک کړ. د دواړو هېوادونو د فوټبال فدراسیون چارواکي پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) داسې مهال دې موافقې ته ورسېدل چې د پرتګال صدر اعظم انتونیو کوسټا او اسپانیایي سیال یې ...
Read More »د پاکستان صدراعظم: نور په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د «دوست» حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده. په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د عمران خان له ...
Read More »امریکا له افغانستان سره ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۲۶۶ ميليون اضافي ډالرو د مرستې اعلان وکړ. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي. د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې ...
Read More »بلاروس کې نیول شوي درې پولنډیان خوشې شول
چارواکِ په پلازمېنه وارسا کې وایي هغه درې پولنډیان چې په بلاروس کې د سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو، خوشې شوي دي. دا درې پولنډیان په مارچ میاشت کې د بلاروس چارواکو د هغو پولنډیانو د ځپلو په ترڅ کې نیولي وو چې د الکساندر لوکاشینکا د دیکتاتور ...
Read More »اروپايي ټولنه: ښایي ډېر ژر له ایران سره پر اټومي مسایلو یوه هوکړه رامنځ ته شي
اروپايي ټولنه وایي تمه ده چې ډېر ژر له ایران سره پر اټومي مسایلو یوه هوکړه رامنځ ته شي. په وین کې د ایران د اټومي هوکړې پر سر پنځم دور مذاکرات هم پای ته رسېدلي دي. د اروپايي ټولنې استازي ددې مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ...
Read More »قطر کې نن د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د فوټبال لوبه ده
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه نېټه)د افغانستان او بنګله دیش د فوټبال لوبډلو ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې مسابقه وشي. دا لوبه ۲۰۲۱ نړیوال کپ او ۲۰۲۳ اسیا کپ ته د لارې موندلو لپاره ده. د بنګله دیش د فوټبال لوبډله د فیفا د شمېرو ...
Read More »د چین، افغانستان او پاکستان؛ درې اړخیزه ناسته نن به بیجینګ کې جوړېږي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا د درې اړخیزو ناستو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې وشي. دغه وزارت وایي په دې ناسته کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس