د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه ( د زمري ۷مه نېټه) د کرونا ویروس واکسین په اړه نوې تګلاره اعلانوي. د سپینې ماڼۍ په وینا، جو بایډن به اعلان وکړي چې ټول فدرالي ماموران باید د کرونا ویروس واکسین وکړي او که نه په منظم ډول دې ...
Read More »Yearly Archives: 2021
هلمند کې د سویابینو کرکیله زیاته شوې
د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو نن پنجشنبه (د زمري ۷مه) رسنیو ته ویلي چې د افغانستان پراختیایي ادارې په مالي همکارۍ د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي دي. نوموړي ویلي چې ...
Read More »ماریس پېن:طالبان دې سولې ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن وایي، چې وسله وال طالبان دې سولې ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي. ماریس پېن له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې د افغانستان پر وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. ماریس ...
Read More »افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ؛ په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د بیرغ بدلون
د افغانستان حکومت نن د زمري اوومه د بیرغ ملي ورځ اعلان کړې ده. په دې ورځ ملي بیرغ په ټول هېواد کې رپاند وي. افغان ملي بیرغ تېرو سلو کلونو کې بدل شوی دی. هر حکومت او سیاسي ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري او سیاسي او فکري ...
Read More »امریکا د بهرنیو چارو وزیر:افغانستان کې پوځي حللار نهشته، طالبان او حکومت باید خبرې وکړي
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې هندوستان ته په سفر تللی وایي، په افغانستان کې پوځي حل لار نشته، افغان حکومت او وسله والو طالبان باید خبرې وکړي. انتوني بلېنکن د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر سره پرون د چهارشنبې په ورځ ...
Read More »پکتیا کې د ۴۹۷ افغان ځواکونو د تسلېمدو په اړه ضد او نقیض راپورونه
د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته د ۴۹۷ افغان سرتیرو د تسلېمدو په اړه ضد او نقیص راپورونه دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد د تېرې دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پکتیا ...
Read More »د کندهار لسګونه ځوانانو له افغان حکومت او طالبانو د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
د کندهار لسګونو ځوانانو نن چهارشنبه (د زمري ۶مه نېټه ) په یاد ولایت کې له افغان حکومت او طالبانو د جګړې د ژر پای ته رسېدو او سولې غوښتنه وکړه. ویناوالو په دغه غونډه کې وویل، له تېرو شلو ورځو راهیسې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې جګړه ...
Read More »ولسمشر:افغانستان کې کورنۍ جګړه نه بلکې د افغانانو او ترهګرو ترمنځ جګړه روانه ده
ولسمشر غني وایي سوله یې لا هم لومړیتوب دی او په خبره یې په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه بلکې د افغانانو او ترهګرو ترمنځ جګړه روانه ده. ولسمشر غني نن چهارشنبه ( د زمري ۶ مه نېټه) په ارګ کې د نظارت او انسجام د مشترک بورډ په ځانګړې ...
Read More »عربستان:طالبان دې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر ویلي چې وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. د سعودي عربستان سفیر جسیم محمد الخالدي د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي او ډاډ یې ورکړی ...
Read More »دفاع وزارت:امنیتي ځواکونو ۱۸۷ طالبان وژلي دي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱۲ نور یې ټپیان کړي دی. دغه وزارت نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس