د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د جو بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی ...
Read More »Monthly Archives: جنوري 2021
هلمند کې ۹ طالبان وژل شوي
د هلمند امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو امر محمد زمان همدرد وايې افغان ځواکونو د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ ژړ صاحب سیمه کې پراخ عمليات پيل کړي چې تر دې مهاله ۴ کیلومتره سيمه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده. د همدرد په وينا د عملياتو په جريان کې ...
Read More »بایډن:ډونالډ ټرمپ باید محاکمه شي
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محاکمه کېدو خبره کړې ده. بایډن د ولسمشر په توګه د خپل کار تر پیل یوه اوونۍ وروسته ویلي چې ډیموکراټان دې د ټرمپ محاکمه کېدو ته چمتوالی ونیسي. د سي ان ان د راپور له مخې، بایډن ...
Read More »اروپایي ټولنه له افغانستان سره ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۳۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ. اروپايي ټولنې نن سې شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغې اوومه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې مرستې به تر هغو کسانو ورسیږي چې له کرونا ویروس څخه ډير اغېزمن ...
Read More »ننګرهار کې د شاتو یو لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په دویمه ورځ په دې ولایت کې د شاتو د کیفیت معلومولو یو معیاري لابراټوار ګټې اخیستنې ته وسپارلو. د کرنې وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد لابراټوار د امریکا متحده ...
Read More »امریکا زرګونو افغانانو ته ‘ځانګړې مهاجرت’ ویزې ورکولو بهیر بیا پیلوي
په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت وايي، د افغانانو لپاره د ‘ځانګړي مهاجرت ‘ ویزې ورکولو بهیر او ورکړه د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې بیا پیلوي. په امریکا کې د اوسېدو دغه ډول وېزه هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي ځواکونو یا نورو ...
Read More »محمود قریشي:پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ګڼ پاکستانیان په ډېرو کوچنیو جرمونو افغانستان کې بندیان دي او په وینا یې هیله لري چې د ولسمشرغني حکم ژر عملي شي او دغه بندیان خوشي شي. د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ...
Read More »دفاع وزارت:ځانګړو ځواکونو لوګر کې د طالبانو له زندانه ۲۲ کسان ازاد کړل
د دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه په لوګر ولایت کې د طالبانو له زندانه یو شمېر نظامي او غیري نظامي بندیان خوشي کړي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ ...
Read More »امریکا: افغانستان کې القاعده ډله د طالبانو په مرسته ورځ تر بلې پیاوړې کېږي
د امریکا د خزانې وزیر وایي افغانستان کې القاعده شبکه د طالبانو په مرسته ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې ده. لانګ ور ژورنال د امریکا د خزانې وزارت یوه راپور ته لاسرسی پیدا کړی چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو د ...
Read More »امریکا پر عربستان هوایي برید غندلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په مرکز ریاض باندې هوايی برید غندلی دی او ویلي دي چې دا «د ولسي خلکو د وژلو هڅه» وه. د سعودي عربستان دولتيرسنۍ وایي دغه هېواد د شنبې په ورځ په ریاض باندې د میزایلو او یا بې پیلوټه الوتکې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس