Home » 2020 (page 81)

Yearly Archives: 2020

برتانیه:افغانستان له طالبانو سره د روغې جوړې له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت لري

رویداد خبري آژانس

بریتانیه وايي، افغانستان له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت لري. په کابل کې د یاد هیواد له سفارت څخه نن سې شنبه سپټمبر ۱(وږې۱۱) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد فرصت ته د ...

Read More »

بست ساتونکو لوبډلې میس عینک اتلانو ته په تمريناتي لوبه کې په ۵ ويکټو ماته ورکړه

رویداد خبري آژانس

بست ساتونکو لوبډلې تمريني لوبه کې په ۵ ويکټو ميس عينک اتلانو ته ماته ورکړه د ميس عينک لوبډلې ۱۸۰ منډې هدف ايښی و. چې حشمت شهيدي ۵۱ منډې جوړي کړي وې، سيد شېرزاد او حمزه هوتک ۲-۲ لوبغاړي سوځولي وهبست د ميس عينک ټاکلی هدف د پنځو لوبغاړو په ...

Read More »

د میدان وردګو کرکټ لوبغالي د رغونې چارې روانې دي

رویداد خبري آژانس

د میدان وردګو ولایت د کرکټ لوبغالي د لومړي پړاو رغنیزې چارې یې په چټکه توګه روانې دي چې په یاد پړاو کې یې د ډکون او هوارولو چارې شاملې دي او ورپسې به د پوېلین، د نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه او چمن کرلو چارې هم پیل شي. یاد ...

Read More »

د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې درې نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ورغول شول

رویداد خبري آژانس

په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې درې د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ورغول شول. په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په قول فقیر، پلال میرکه او قمبر علي سیمو کې د نجونو او ...

Read More »

وسله والوطالبانو پکتیا کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټر بم برید کړی

رویداد خبري آژانس

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټربم بريد شوی او وروسته دوه نور ځانمرګي بريد کوونکي دغه مرکز ته ننوتلي دي. د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي چې دغه بريد نن سه شنبه سپټمبر ۱(وږې ۱۱)د سهار ۵:۳۰ دقیقې د ...

Read More »

ملک سلمان شپږ دولتي مسوولین د مالي فساد په تور له دندې لرې کړل

رویداد خبري آژانس

د سعودي پادشاه ملک سلمان د شاهي کورنۍ د دوو غړو په ګډون د دغه هېواد شپږ دولتي چارواکي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړل. په دې ډله کې په يمن کې د سعودي پوځي ايتلاف مشر فحد بن ترکی او د هغه زوی عبدالعزيز بن فحد ...

Read More »

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي دي

رویداد خبري آژانس

د روغتیا نړیوال سازمان وایي کرونا ویروس د ۹۰ سلنه هېوادونو روغتیایي بنسټونه زیانمن کړي دي. دغه سازمان د هېوادونو پر روغتیایي سیستم د لنډې کتنې تر څنګ د کرونا له امله د اوښتو زیانونو سروې یې کړې. د سروې پایلې ښيي چې د نږدې ۹۰ سلنه هېوادونو د روغتیايي ...

Read More »

د هند مخکیني ولسمشر پراناب موکرجي مړ شو

رویداد خبري آژانس

د هند مخکیني ولسمشر او د دغه هېواد مشهور سیاستوال پراناب موکرجي تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د هند په یو روغتون کې ساه ورکړه. د راپورونو له مخې، پراناب موکرجي د زړه په ناروغۍ اخته او درې ورځې په روغتون کې بستر و چې د دوشنبې په ...

Read More »

دهلمند دکرنې ریاست:لښکرګاه کې مود لومړي ځل لپاره په ازمایښتې ډول د الویرا بوټی کرلی دی

رویداد خبري آژانس

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د لومړي ځل لپاره یې په ازمایښتي ډول د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د الویرا بوټی کرلی دی، چې په وینا یې پایله یې ډېره ښه او د کوکنار بدیل کېدای شي. د هلمند د کرنې ریاست مشر ...

Read More »

د طالبانو د پاتې بندیانو له ډلې ۷۰ تنه خوشې شول

رویداد خبري آژانس

د افغان حکومت په زندانونو کې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د پاتې ۳۲۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ پرون ماښام بیا پیل شوه. د ملي امنیت شورا مسوولین وایي، دوی همدا پرون ماښام شاوخوا ۷۰ بندیان د هېواد له مختلفو زندانونو څخه خوشې کړي دي. د دغو ...

Read More »