نړیوال بانک اعلان کړی دی چې افغانستان ته یې د ۲۰۰ میلیون ډالرو د ورکړې بهیر ځنډولی دی.په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کرالي ولسمشرغني ته په لېږلي لیک کې ویلي، د افغانستان بانک ورته د پیسو د مصروفولو په اړه معلومات نه دي ورکړې له دې امله ...
Read More »Yearly Archives: 2020
انګلستان په دریو شل اوريزو لوبو کې سويلي افريقا ته سر پر سر ماتې ورکړه
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم سويلي افريقا لوبډلې ته ماته ورکړه او په دې سره يې ٣ واړه شل اوريزې لوبې وګټلې، چې وايټ واش ماتې يې ورکړه. د سويلي افريقا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ٣مه نړيواله شل اوريزه لوبه په ...
Read More »د امریکا پخوانی سفیر:افغان دولت باید په مذاکراتو کې د وروستي ځنډ له کبله ملامت ونه بلل شي
په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر وايي، چې افغان دولت باید په سوله کې د وروستي ځنډ له کبله ملامت و نه بلل شي. په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په ...
Read More »ننګرهار کې ۱۵سوه لېتره شراب او نور توکي نیول شوي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، ملي امنيت ځواکونو په یاد ولایت کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب او نور توکي نيولي. چارواکي وايي، چې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر ...
Read More »چارواکي:د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې تښتول شوي مسافر ازاد شول
د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، چې یاد کسان تېره شپه د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا ټول برمته شوي کسان خوشي شوي او وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د میدان وردګ پولیسو د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي و ...
Read More »ولسي جرګې ۷ نوماند وزیرانو ته تایید او دوه تنه یې رد کړل
د افغانستان ولسي جرګې پرون دوشنبې د نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) د نهو نوماندو وزیرانو لپاره د رایې اچولو صندوقونه کېښودل چې له ډلې څخه ۷ تنه تائید او دوه تنه یې رد شول. د ولسي جرګې د تېره ورځې مجلس نصاب ۲۴۴ تنه و او هر نوماند وزیر باید ...
Read More »دفاع وزارت:په غزني کې د تېرې ورځې موټر بم چاودنې طراح ووژل شو
د دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی. دافغانستان د ملي دفاع وزارت نن دوشنبه د نومبر ۳۰ (لېنډۍ ۱۰) په خپره کړې خبرپاڼې کې ویلي چې «حمزه وزیرستاني» په غزني کې د ملي ...
Read More »سږکال په هېواد کې د کبانو۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي
دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال به ترڅ کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارم جوړ شوي دي. د کرنې وزارت د کب روزنې د برخې امر خلیل ...
Read More »ملي امنیت:طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونو وکړي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، طالبان د کویټې شورا په امر غواړي په عامه ځایونو کې بریدونه وکړي او مسوولیت یې ونه مني. ملي امنیت ریاست په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، وسلهوالو طالبانو ته له کویټې شورا امر شوی ترڅو په افغانستان او په ځانګړې توګه په ...
Read More »خامنه ای:د وژل شوي ساینسپوه محسن فخریزاده غچ اخلو
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ژمنه کړې چې د خپل هیواد تر ټولو جګپوړي اتومي ساینسپوه محسن فخریزاده د وژل کیدو غچ به اخلي. ښاغلي خامنه اي همدارنګه ژمنه کړې چې د ساینسپوه محسن فخریزاده کار ته به ادامه ورکوي. دا ساینسپوه پرون د جمعې په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس