Home » 2020 » جولای (page 21)

Monthly Archives: جولای 2020

محمد یوسف غضنفر ‘له کورونا وېروس’ ومړ

د اقتصادي پرمختګ په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر پرون په حق ورسېد. ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي  چې د اقتصادي-سوداګريز پرمختګ او د بې‌وزلۍ د کمولو په چارو کې د ده ځانګړی استازی په ‘کووېډ-۱۹’ د اخته کېدو له ...

Read More »

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته د سفر پرمهال ددغه هیواد له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر غږېدلی دی. په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د چهارشنبې په ورځ جولای لومړۍ (چنګاش۱۱) په یوې اعلامیې ...

Read More »

سپینه ماڼۍ: که پر روسیې تورونه تأیید شي امریکا به سخت ځواب ورکړي

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ اوبراین وایي، که چېرته دا راپورونه تأیید شي چې روسیې طالبانو ته د دې لپاره انعامونه ورکړي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او د هغوی متحدان ووژني، متحده ایالات به سخت ځواب ورکړي. ښاغلي اوبراین دا خبره تېره ورځ  په واشنګتن کې خبریالانو ته ...

Read More »

د امریکا استخبارات د روسیې په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکوي

تمه ده نن پنجشنبه  د امریکا لوړپوړي استخباراتي چارواکي  د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکړي چې په‌کې راغلي، روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره انعامونه ورکړي دي. په دغه راپور کې چې تېره جمعه خپور شو راغلي، د روسيې ...

Read More »

نا پېژندو وسله والو خوست کې دوه ځوانان ووژل

په خوست ښار کې دوه کسان د ناپېژندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي. دغه دوه ځوانان نن سهار په خوست ښار کې ووژل شول. د خوست د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال پر خپله فېس‌بوک پاڼه کې په ښار کې د ترور د وروستیو پېښو په اړه ...

Read More »

سږ کال په کونړ کې د هنداونې حاصلات ښه بازار لري

د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي. د کونړ د کرنې رئیس نجیب‌الله عادل د چهارشنبې رسنیو  ته وویل: “سږ کال په کونړ کې پر نږدې زر جریبه ...

Read More »

ولسمشرغني: افغان حکومت د سولې لپاره راتلونکې اوونۍ ۲ مهم ګامونه اخلي

ولسمشر محمد اشرف غني تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان حکومت د سیمې له هېوادونو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي. په دې اړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته په ځانګړې مرکه کې وویل: “راتلونکې اوونۍ کې به ...

Read More »

په هند کې پښتانه هندوان؛ اوس يې هم خپل کلتور او ژبه ژوندۍ ساتلې

په هند کې هغه پښتانه هندوان، چې د هندوستان د وېش پر مهال له بلوچستان څخه د هند جېپور ته تللي و، اوس يې هم خپل پخوانى کلتور او پښتو ژبه ژوندۍ ساتلې ده. د هند د جېپور په دغه پښتنو هندوانو کې يوه ځوانه شلپي بترا اډواني هم ده، ...

Read More »