په خوست ښار کې دوه کسان د ناپېژندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
دغه دوه ځوانان نن سهار په خوست ښار کې ووژل شول.
د خوست د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال پر خپله فېسبوک پاڼه کې په ښار کې د ترور د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه وژل شوي کسان څوک دي او چا دغه برید کړی، د خوست سیمهییزو چارواکو څه نهدي ویلي او نه هم کوم چا د دې برید مسؤلیت منلی.
په يو بل خبر کې شپږ کسان د غیر قانوني وسلو ګرځولو په تور نیول شوي دي.
د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر یوې رسنیو ته وویل چې یاد شپږ کسان د ښار په بېلابېلو برخو کې د ناقانونه وسلو ګرځولو په تور نیول شوي دي.
نوموړی وایي، په تېرو دوو اوونیو کې ۱۷ کړۍ بېلابیل ډوله ماینونه هم کشف او لهمنځه وړل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس