Home » افغانستان » یوناما؛ملکي تلفات ډېر شوي،ژر تر ژره دې ښکېل لورې دې تاوتریخوالی ودروي
رویداد خبري آژانس

یوناما؛ملکي تلفات ډېر شوي،ژر تر ژره دې ښکېل لورې دې تاوتریخوالی ودروي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې په چټکه توګه د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي بار د ملکي وګړو پر اوږو دی.

په خبرپاڼه کې راځي چې په لښکرګاه او نورو ځایونو کې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او خپرې شوې شمېرې د اندېشنې وړ دي.

د سرچینې په خبره د تاوتریخوالي اوسني بهیر دا اندېښنې ډېرې کړې چې یو ځل به بیا په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره ناورین رامنځ ته شي او مرګ ژوبله به ډېره شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې تاوتریخوالی د سولې خبرو ته زیان رسوي او ښه به وي چې ښکېل لورې نور د نړیوالو او افغانانو غوښتنه ومني او تاوتریخوالی کم کړي.

سرچینې ویلي افغان جګړو د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټول اړخونه ددغه بهیر ملاتړ کوي نو د جګړو او تاوتریخوالي د ژر تر ژره درېدو اړتیا لیدل کېږي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له ښکېلو لورو غوښتي چې ژر تر ژره روانه جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...