هندوستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوي الراونډر یوسف پټان له نړیوال کریکټ سره خدای په اماني وکړه.
یوسف پټان د هند لپاره په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې یو خورا کلیدي او مهم رول ولوبولو او هند کریکټ ملي لوبډلې ته یې بریا ور په برخه کړې وه.
یوسف پټان پرون د جمعې په ورځ (د کب ۸ مه نېټه) په خپله ټوېټر پاڼه کې د استعفی اعلان وکړ.
هغه لیکي:” زه د زړه له کومې له خپلې کورنۍ، ملګرو، مینه والو ټیمونو، روزونکو او ټولو هېوادوالو څخه مننه کوم.”
نوموړی له خپلو ټولو مینه والو څخه خوښ دی او د دوی له بې سارې مینې څخه منندوی دی.
نوموړی د دې ترڅنګ په هند غوره لیګ کې هم ښه وه او يو ښه سفر یې هلته هم ترسره کړی وه، نوموړي په ۲۰۱۰ م کال کې په ۳۷ بالونو باندې سلیزه وهلې وه چې ډیری مینه وال یې حیران کړې وه.
یوسف پټان د عرفان پټان ورور دی. څه باندې دوه کاله مخکې عرفان پټان هم استعفا وکړه.
یوسف پټان د سپېن بالینګ الراونډر و او عرفان پټان بیا چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی و، دواړه تر ۲۰۱۵ م کال پورې له هندۍ لوبډلې سره ولوبېدل.