Home » اقتصادی » کونړ کې ۴۰۰ زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا له لارې خړوبیږي
رویداد خبري آژانس

کونړ کې ۴۰۰ زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا له لارې خړوبیږي

د اوبولګولو نوي لارې چارې:کونړ کې ۴۰۰ زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا له لارې خړوبیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې د کرنې د ودې، د حاصلاتو زیاتوالي او د بزګرانو د عواید د زیاتولو په لپاره د للمي او شاړو ځمکو د خړوبولو نوي لارې چارې ته مخه کړی، چې په یوشمېر ولایتونو کې بزګرانو او بڼوالو ته د دوی د ځمکو د خړوبولو په پار له لمریزې برېښنا کار اخلي.

ددغو ولایتونو له ډلې یو هم د کونړ ولایت دی. د کونړ په ولایت کې ۱۸ زره او ۳۰۰ هکټاره اوبیزې او شپږ زره او ۳۰۰ هکټاره للمي ځمکې باندې کرکېله کیږي.

د کونړ د کرنې چارسمبال رییس نجیب الله عادل وایي، چې ددې ولایت د شاړو ځمکو د خړوبولو په لپاره ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې یوه انداز للمي او شاړې ځمکې د لمریزې انرژۍ له لارې خړوبې شوي دي او ټاکل شوې ده، چې تر یوې اوونۍ پورې به ددې ولایت ۴۰۰ زره جریبه نور للمي او شاړې ځمکې هم د لمریزې انرژۍ له لارې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي.

دغه پروژه د کرنې وزارت له خوا د کونړ ولایت په لاهوري ډاک کې پلي کیږي، چې سرکاڼو، مروره او نارنج ولسوالۍ په برکې نیسي.

ددې پروژې ټولیز لګښت ۹۱.۲ میلیونه افغانۍ ده.

رویداد خبري آژانس

یادې ځمکې تر دې مخکې د للمي په ډول کرل کېده او د اوبو د نشتون په صورت کې له دغو ځمکو څخه هیڅ ډول حاصل لاس ته نه راتله.

د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې دغه ځمکې د سیند له تله لوړ دي، چې د لمریزې برېښنا په سیسټم ددغو ځمکو سمبالول په دې سیمه کې د اوبولګولو ستونزه د تل لپاره هواره وي.

د کونړ ولایت د کرنې ریاست چارواکي په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د لمریزې انرژۍ پر امټ د اوبولګولو نور سیسټمونه هم جوړ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...