Home » افغانستان » کورنیو چارو وزارت؛د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نورعسکر جذبوي
رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت؛د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نورعسکر جذبوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو د نوې ستراتيژۍ له مخې ټاکل شوې چې د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نور عسکر جذب شي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست نوماند وزیر مسعود اندرابي چې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) د ولسي جرګې غړو ته خپل کاري پلانونه وړاندې کول وویل، چې د پولیسو په تشکیلاتو کې زیاتوالی د خلکو له جدي غوښتنو څخه دی.

اندرابي زیاته کړه: “د ۱۱زره کسانو د تمویل په تړاو ابتدايي توافق له نړیوالې ټولنې سره شوی دی”.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپور په اساس شاوخوا ۱۵۰زره کسان د افغانستان د پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د زیاتوالی تصمیم نیولی چې په وروستیو دوو لسیزو کې دغه ځواکونه د قانون د تنفیذ او جنايي جرمونو سره د مبارزې پر ځای د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره په مخامخ نښتو کې برخه اخلي.

خو نوموړي وویل که چېرې د سولې خبرې مثبته نتیجه ورکړي پولیس به بېرته خپلو اصلي دندو ته وګرځي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز وویل چې دغه وزارت د پولیسو په لیکو کې د لازیاتو ښځو جذبولو ته اړتیا لري او په دې برخه کې لس زره بستونه په پام کې نیول شوي دي.

مسعود اندرابي وویل: “د دې لپاره چې موږ وشو کولای لس زره ښځې جذبې کړو، اړتیا ده چې د پولیسو لیکو ته د تګ لپاره یوه خوندي فضا او لازم باور رامنځ ته کړو”.

هغه همداشان وویل چې امنیتي شرایطو ته په پاملرنې هغو ښځو ته ځانګړي مادي او معنوي امتیازات په پام کې نیول شوي چې د پولیسو لیکو ته جذبېږي.

دا مهال د افغانستان د پولیسو په لیکو کې ۳۵۰۰زره ښځې کار کوي چې د پولیسو د ټولو تشکیلاتو یوه سلنه جوړوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...