Home » اقتصادی » کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي
رویداد خبري آژانس

کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سبو د تولید زیاتوالي او په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره یې خپلې کړنې د خصوصي سکتور په همکارۍ چټکې کړي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ترڅنګ یې د ارغنداب، ډنډ ، دامان، پنجوایي او ژېړۍ ولسوالیو کې بزګرو ته ۷۸۶ بابه شنې خونې جوړې شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا دغه شنې خونې د خصوصي سکتور او د کرنې وزارت له خوا په ګڼو برخو کې جوړې شوي دي، تر څو په بېلابېلو وختونو کې له دې لارې د حاصلاتو کچه لوړه او د هېوادولو اړتیاوې راکمې کړي.

ددغو شنوخونود جوړولو موخه په موسمي ډول د کرنیز توکو زیاتول، په بېلابېلو وختونو کې د حاصلاتو راټولول، په کم وخت کې د زیاتو کرنیزو پېداور تولید او د کروندګرو د عوایدو کچه لوړول دي تر څو له دې لارې خپله کرنه پیاوړي او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...