Home » اقتصادی » کندهار کې د ۴۸۴میلیونه ډالرو په ارزښت د سترې پروژې چارې پیل شوې
رویداد خبري آژانس

کندهار کې د ۴۸۴میلیونه ډالرو په ارزښت د سترې پروژې چارې پیل شوې

د اسیا پرمختیايي بانک لخوا په کندهار کې د ٤٨٤ میلیونه ډالرو په ارزښت د دهلې بند پروژې د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې پیل شوې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندهار والي حیات الله حیات، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب‌الرحمن کریمي کروندګرو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.

د دهلې بند پروژه څلور برخې لري، چې د کانالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو رسول، د بند د ظرفیت لوړول او برېښنا د تولید لپاره د فابریکې جوړول پکې شامل دي او تر راتلونکو پنځو کلونو به بشپړه شي.

د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت تېره ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۵۸.۹۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د یادې پروژې اړوند د ١١٩ کانالونو د جوړولو چارې پیل کړې، چې درې کاله به دوام وکړي.

د دغو کانالونو په جوړېدو د کندهار د اوو ولسوالیو څه باندې ۴۶ زره هکټاره ځمکه خړوبېږي، ۱۲۲۱۵ کسانو ته به د دایمي کار زمینه برابره شي او همدارنګه ۱.۲ میلیونه کسان به په مستقیمه توګه ګټه ځنې پورته کړي.

د سیمي اوسېدونکو د دهلې بند پروژې د چارو په پیلېدو خوښي وښوده او ویې ویل، ډېر کله د اوبو له کمښت سره مخ وي، چې د دې پروژې په مرسته به یې د کرنیزو ځمکه د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

د دهلې بند پروژه د اوبو د مدیریت په برخه کې د ولسمشر محمداشرف غني د ژمني پر اساس پیلېږي، تر څو د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دهلې بند د کندهار ولایت شمال لوري ته په ۸۰ کیلو مترۍ کې د شاه ولیکوټ په ولسوالي کې ودان شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...