Home » افغانستان » کندهار کې د دوو موټربم بریدونو مخنیوی شوی
رویداد خبري آژانس

کندهار کې د دوو موټربم بریدونو مخنیوی شوی

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د دوو موټربم بریدونو مخنیوی شوی.

د کندهار پولیس وايي، تېره ورځ طالبانو په دوو هاموې ټانګونو کې چاودېدونکي توکي او په زیاته کچه باروت ځای پر ځای کړي وو چې غوښتل یې د ملي پولیسو پر مرکزونو لوی موټربم بریدونه وکړي.

د کندهار د امنیه قوماندان د مطبوعاتي دفتر مسوولین وايي، پولیسو دغه هاموي ټانکونو د معروف ولسوالۍ اړوند “کاڼیزو” سیمه کې پېژندلي او ویشتلي یې دي.

د سرچینې په خبره، یادو چاودنو کې نهه طالبان وژل شوي، خو پولیسو ته پکې کوم زیان نه دی رسېدلی.طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...