د کندهار چارواکي وايي، د ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د دې ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” هوايي ځواک د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، کوهک او ناګهان سیمو کې بریدونه کړي دي، چې په نتیجه کې یې ۷۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.”
اعلامیه زیاتوي:” د دې ترڅنګ د ژړۍ ولسوالۍ په نهرکارېز سیمه کې د هوايي برید په پایله کې ۱۳ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي او همدارنګه په ځمکنیو عملیاتو کې ۲۴ نور وژل شوي دي او ۳ نور ټپیان دي.”
د خبرپاڼې په حواله، د یادو عملیاتو په نتیجه کې امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
مسوولین وايي، دغه عملیات د دښمن د ځپلو په موخه د هغو چاڼیزو عملیاتو برخه ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.